۱۰۰ ورځې

دجمهوري رياست په انتخاباتوکې د اشرف غني احمدزي د نوماندۍ ملاتړ وشو

کابل  باختر دکب  اته ويشتمه :
دکندز ښاريانو د جمهوري رياست په انتخاباتوکې چې ټاکل شوې ده تر راتلوونکو اتلسو ورځو پورې په افغانستان کې ترسره شي؛ د ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ.
دغوښاريانو له خپلې خوښى  نوماند څخه وغوښتل چې د برياليتوب په صورت کې په افغانستان کې بدامنۍ، لوږه، وزګارتيا او بېرته پاتې والى پاى ته ورسوي.
ډاکتر اشرف غني احمدزي د کندز په ولايت کې د خپلوپلويانو په منځ کې وويل: په روانو انتخاباتو د بري په صورت کې  به دکندز د شيرخان بندر د نړيوال سوداګرۍ په بندر بدل کړي او هم به په دغه ولايت کې دغاليو د صنعت د ودې په برخه کې کار وکړي .
ډاکتراحمدزي په داسې حال کې چې مرستيالان يې جنرال عبدالرشيددوستم او سرور دانش هم حاضر وو؛ له خپلوپلويانو سره ژمنه وکړه چې په انتخاباتوکې د بري په صورت کې د کندز دکرنې په وده او بډاينه اودغير مسولو وسله والو ډلو د ټغر په راټولولوبه اقدام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته