کابل باختر د زمري دريمه :
په نورستان ولايت کې دنويو نښتو په بهير کې شپږ تنه طالبان ووژل شول .
دغه جګړې نن سهار په وانت وايګل ولسوالۍ کې هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان ډزې وکړې .
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو جګړو کې دپاکستان ديو پنجابي په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: په طالبانو دپوځيانو دګزمې په کاروان دبريد په وخت کې ددوى له خوا ډزې وشوې .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دوه تنه وسله وال طالبان دکامديش ولسوالۍ په سړک کې دماين ښخولو په وخت کې دپوځيانو دډزې له امله ووژل شول .
په دغو طالبانو تيره شپه دماين ښخولو په وخت کې ډزې وشوې .
0 1 دقیقه لوستل