ښوونه او روزنه

ددرسي کتابونو دويشلو بهير دوري دمياشتي تروروستيوپوري پاى ته رسيږي

-کابل باختردوري دمياشتې ١٣ :
دهيواد دپوهنې وزارت چارواکي وايي دپنځه ويشتو مليونو ټوکونورو کتابونو په رارسيدو  او په زده کوونکو دهغو په ويشلو سره به دهيواد  په ښوونځيو کې ددرسي کتابونو ستونزه تر زياتي اندازي  پورى حل شي   .
دپوهنې وزارت يو تن مطبوعاتي مسوول عبدالصبور غفراني دباختراژانس خبريال ته څرگنده کړه  دپوهنې  وزارت دهيواد په ښوونځيو کې ددرسي کيفيت دښه والي په مقصد ددرسي کتابونو ويشل خپل کاري لومړيتوب بللي دي .
دغفراني  دڅرګندونو له مخې دپوهنې وزارت په پام کې لري  د ١٣٩١ هجري لمريزکال په لومړيو مياشتو کې  دهيواد په ښوونځيو کې په زده کوونکو څه ناڅه پنځه څلويښت مليونه ټوکه درسي کتابونه وويشي .
غفراني وويل دغه وزارت شل مليونه درسي کتابونه په واک کې  لري چې دښوونځيو په زده کوونکو دويشلو پروګرام  يي پيل شوي دي او له کراچي څخه دپنځه ويشتو مليونو ټوکو نورو کتابونو په رارسيدو سره دپوهنې وزارت هيله لري چې دښوونځيو  په زده کوونکو دکتابونو دويشلو بهيرچټک  کړي .؟
پنځه ويشت ميلونه  ټوکه کتابونه چې ټاکل شوې ده دکراچي له بند څخه  هيواد ته راوليږدول شي په هغو پنځو څلويښتو مليونو کتابونو کې شامل دي  چې پخوا له افغانستان څخه  په بهرکې چاپ شوي وو خو په تجارتي مالونو کې په کراچي درول شوي و .
دغفراني دڅرگندونوله مخې  دپنځه څلويښتو مليونو ټوکو کتابونو له جملي څخه شپاړلس اعشاريه  شپږمليونه يي په لومړۍ دوري  ، شپږمليونه ټوکه  په منځنې دوري  اوشل  اعشاريه  پنځه سوه مليوونه يي په ثانوى  دوري پوري اړه لري  چې دامريکا دپرمختاييي اداري په  مرسته په عربي متحده اماراتو کې چاپ شوي دي.
ددغو کتابونو داستهلاک دوره   دري کاله په پام کې نيول شوي دي.
غفراني دهيواددښوونځيو له زده کوونکو څخه وغوښتل  چې دخپلو کتابونو په ساتلو کې پاملرنه وکړې او داسي فرصت برابري کړې  چې نور زده کوونکي هم ورڅخه استفاده وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته