ټولنه

ددين عالمانو له شتمنواشخاصو څخه وغوښتل چې په هيواد کې دوروستي زلزلې له امله له زيانمنو شويوکسانوسره مرسته وکړي .

کابل باختردلړم دمياشتې اتمه :

  دهيواد دمرکز او ولايتونو د جامع جوماتونو او دحسينيه و  واعظانو او امامانو  نن  دجمعې دلمانځه  له اداکولو مخکې  له  شتمنو کسانواودملي سوداګرو له خوا وغوښتل  چې په هيواد کې  دوروستي زلزلې  له امله  له مصيبت ځپلو کسانو سره دې  مرسته وکړي .

   دهيواد دمرکز او ولايتونو  له ځينوجوماتونو څخه  دباختراژانس  دخبريالانو دخبر له مخې ،  ددين عالمانو ټينګار وکړ  دهغې زلزلې له امله چې په دې وروستيو وختو کې وشوه  دهيواد  په يوشمير ولايتونوکې ګڼ شمير کورنيو ته د سرزيان  او مالي تاوان اوښتى دى . 

  دوى زياته کړه  چې ملي سوداګر  او بډاى اشخاص دې بايد  له خپلو دغو زيانمنو شويو  او مصيبت ځپلو هيوادوالو سره  مرسته او همکاري وکړي .

  امامان وويل  ډير ښه مسلمان هغه څوک دي چې دلوى خداى ( ج )  او امر او داسلام دمبين دين  حکمونه پرځاى کړي  او خير يې  نورو ته ورسيږي .

  ددين عالمانو څرګنده کړه  چې بايد  مخالفينو ته  دسولې پيغام ورکړو  او هغوى  سولې  ته راوبولو په دې خاطر چې  داسلام مبين دين  دسولې ،  صفا او دپخلايې دين دى او که چيرې  سولې ته  مخه ونه کړي  دهغو په وړاندې  جګړه روا ده .

  دوى ټينګار وکړ دا دديني عالمانو دنده ده  چې د اسلام دمبين دين  دحکمونو  دبيانولو تر څنګ  حقيقت  خلکو ته  بيان کړي  او د افغانستان دخلکو  دوست او دښمن  هغوى ته وښيي  .

دوى زياته کړه  چې  دهيواد ټول خلک دې بايد دخپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي  په دې خاطر چې  امنيتي ځواکونه  ددې هيواد رښتيني بچيان دي  او د هيواد اوخلکو  ددفاع او دسولې او امنيت دتامينولو په لاره کې خپل سرونه  قرباني کوي .

دغه راز  له وسله والو مخالفينو څخه يې هم وغوښتل چې دجګړې ، ورور وژنې  او وينې تويولو او دغه راز  دهيواد  دبې دفاع خلکو په وړاندې له هر راز  تاوتريخوالي  څخه  لاس واخلي  او دلوى خداى ( ج )  امر  چې هماغه  سوله او پخلاينه ده  پرځاى کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته