خبرونهامنیت

درويشت طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/ د لیندی ۲ / باختر
په هلمند کې ۲۳ وسله وال طالبان ووژل شول او ۸ نورټپیان شول.
دغه جګړې له تېرماښام څخه ترنن سهاره پورې په نهرسراج، ناوې، نادعلي او د لښکرګاه ښارته څېرمه نښتې دي.
د هېواد په جنوب کې یو پوځي جګپوړي مقام باخترآژانس ته وویل چې دغه جګړې د پوځيانو پر پوستو له بریدونووروسته ونښتې.
هغه وویل: د پوځيانو پرپوستې د طالبانود بریدونوپه وخت کې د هېواد هوايي قوتونو په کارلاس پورې کړاو په یرغلګړو د هوا له لارې بریدونه وکړل.
وسله والوطالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته