امنیت

درې تنه د عتيقه اثارو د قاچاقو په تور ونيول شول

– کابل / دکب ١٠مه / باختر
د باميان پوليسو درې تنه پرون له باميان ښار څخه د عتيقه اثارو د قاچاقو په تور ونيول.
د باميان د امنيې قوماندانۍ وياند محمد رضا يوسفي باختراژانس ته وويل چې د دغې قوماندانۍ منسوبينو دغه کسان د باميان د مرکز اقرباط له پوستې څخه د وسايطو د پلټنې په بهير کې ونيول .
يوسفي زياته کړه له نيول شويوکسانوڅخه يوشمېر تاريخي اثار ترلاسه شول.
د يوبل خبرله مخې؛ د باميان پوليسو يو تن له څو بوتله الکولي مشروباتو سره د باميان ښار د جګره خيلوله ساحې څخه ونيوه .
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته