امنیت

درې تنه طالبان په سرپل کې ونيول شول .

کابل باختر دتلي  درې ويشتمه :
دسرپل پوليسو  درې تنه وسله وال طالبان پرون دمالياتو دراټولولو او دوسلو دليږدولو په تور ونيول .
دسرپل ولايت امنيه قوماندان خليل الله  دستيار باختراژانس ته وويل دطالبانو دډلې يوغړى ملا عزيز کله چې ددغه ولايت په مرکز  قوشتيپې  کلي کې له خلکو څخه ماليه راټولوله  ونيول شو او دوه تنه نور طالبان له صياد ولسوالۍ څخه دوسلو دليږدولو په وخت کې  دپوليسو له خوا ونيول شول .
  په همدې حال کې دسرپل  دولايتي شورا  رييس محمد نور رحماني دمرکزي حکومت له مقاماتو څخه غواړي چې په دغه ولايت کې سراسري عمليات ترسره کړي  له دې پرته امنيتي حالت به ډير خراب شي .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته