ټولنه

د کندز معلولينو په هېواد کې د سولې غوښتنه وکړه

کابل /باختر/ دکب دمياشتې ٢٥ مه
د کندز ولايت معلولينو له مسوولينو سره په کتنه کې په هېواد کې د اوربند او سولې غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې:
د کندز ولايت د معلولينو د اتحاديې او د کسبګرو يوشمېر استازو د کندز له والي سره په کتنه کې د خپلو ستونزو او پيشنهادونو په وړاندې کولو سره په هېواد کې د سملاسي اوربند د ټينګښت او د دايمي سولې او ثبات د تامينولوغوښتنه وکړه .
په دې کتنه کې دوى په هېواد کې ويجاړۍ، بېوزلۍ او وزګارتيا د جګړې لاملونه وبلل  او دايمې سولې ته د رسيدو، د امنيت د تامينولو او د ښار د پاکولو په خاطر يې صادقانه ملاتړ او همکارۍ اعلام کړه.
د کندز والي د کسبګرو او معلولينو د دغه ښه احساس له امله مننه وکړه او زياته يې کړه چې دا د هېواد د هر وګړي ديني اوملي مسووليت دى چې د جګړې پر وړاندې چوپ پاتې نشي او خپل غږ اوچت کړي.
ده زياته کړه چې جګړه په يوه ټولنه کې د پرمختګ او بيا رغونې مخه نيسي او ځوانانو ته د کاري زمينو برابرول، اقتصادي ودې، پرمختيا او د بېوزلۍ کمښت د سولې او امنيت په شتون کې برابريدلي شي.
پاى ف ج ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته