کابل باختر د چنګاښ دولسمه :
درې تنه ماين ښخوونکي طالبان نن په زابل ولايت کې دخپل ماين دچاودنې له امله ووژل شول .
دغه طالبان کله يې چې غوښتل د شهرصفا ولسوالۍ په يوه واټ کې ماين ښخ کړي دخپل ماين دچاودنې له امله ووژل شول .
په زابل ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې درې واړو ماين ښخوونکي ووژل شول .
ده وويل طالبانو غوښتل په دغه ماين سره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوي .
ويل کيږي پوځيان دسيمې دخلکو په همکارۍ په دې بريالي شوي دي چې دچاودنې ديوې پيښې مخه ونيسي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ