امنیت

درې تنه په ننګرهار کې د غلا په تور ونيول شول

کابل/د تلې ٢٤مه /باختر
درې تنه چې ويل کېږي د امنيتي ځواکونو له نامه څخه په ناوړې استفادې سره په ننګرهار کې په غلا او باج اخيستنې لاس پورې کول ،ونيول شول.
دغه کسان پرون ناوخته په جلال اباد ښارکې وپېژندل شول او د ملي امنيت د ځواکونوپه دوو جلا جلا عملياتوکې ونيول شول.
د ننګرهار ولايت د رسنيودفترد يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې نيول شويوکسانوځانونه امنيتي مامورين معرفي کړې و ، او د غلاو ترڅڼګ له خلکو يې باج هم اخيستل.
ويل کېږي د نيول شويو کسانودوسيې به ډېر ژر عدلي اوقضايي بنسټونوته وسپارل شي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته