امنیت

درې تنه په ننګرهار کې ووژل شول

کابل/ د سلواغې ٢مه/ باختر
په ننګرهار کې د دوو چاودنو په پايله کې ۳ ملکيان ووژل شول او ٥ نورټپيان شول.
دغه چاودنې په واټ کې د ښخ کړاى شويو ماينونو زېږنده وې چې د شيرزادو او د خوږياڼيو په ولسواليو کې وشوې.
د ننګرهار يو امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې په دغو چاودنو کې د دوو ماشومانو په ګډون ٣ ملکيان ووژل شول او پنځه نورټپيان شول.
په ټپيانو کې يوه ښځه او دوه ماشومان شامل دي.
د ننګرهار په روغتونونو کې ډاکترانو د دغو دوو چاودنو د دوو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
تراوسه پورې د دغو چاودنو مسووليت چا پرغاړه نه دى اخيستى.
د ننګرهار په شيرزادو ولسوالۍ کې پرون هم د يوې چاودنې له امله يو ماشوم ووژل شو او ٣ نورټپيان شول.
پاى \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته