امنیت

درې تنه په پروان کې د نشه يي توکو د پلور په وخت کې ونیول شول

کابل / د مرغومي / ۲۱ / باختر
د پروان امنیتي منسوبینونن په دغه ولایت کې ۳ تنه د نشه يي توکود پلورپه وخت کې ونیول.
د پروان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته وویل چې د دغه ولایت د دویمې امنیتي حوزې د آمریت منسوبینو نن دغه ۳ تنه چې د پروان مرکزاوسېدونکي دي په چاریکارو ښارکې له ۵۵ نشه يي تابلیت کا کولى سره د پلورپه وخت کې ونیول.
د دغه خبرپاڼې د خپرولوله مخې، له نیول شویوکسانوڅخه لومړني تحقیقات دوام لري.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته