خبرونهامنیت

درې حرفوي غله په کابل کې ونیول شول

کابل / د لړم ۲۴ / باختر
په تېرو ٢٤ساعتو کې درې وسله وال غله په کابل کې ونیول شول.
د کابل د امینې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د باخترآژانس خبریال ته وویل: پولیسو د کال ښآر له شپږمې ، یوولسمې او دولسمې ناحېو څخه درې وسله وال غله، په بوقه مشهورفرهاد، په بچه داوود مشهورکیهان او مجید په نومونو درې وسله وال حرفوي غله نیولي دي.
نیول شوي کسان مخکې د پولیسو ترڅارنې لاندې وو چې په غلا، وژنې، وسله والوغلاو او شوګماری تورن دي.
دغه نيونې په داسې حال کې کېږي چې څو ورځې مخکې په ګنده شوربازار مشهورجاوید ګنده ونیول شو او له لسو ورځو وروسته له جیل څخه آزاد شو.
د دغو غلو ازادول د کابل ښاریانود اندېښنې سبب شوی دی.
پای- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته