خبرونهامنیت

درې دېرش طالبان په قندهار کې ووژل شول

۱۲- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
په قندهار کې ۳۳ وسله وال طالبان په نویو جګړو کې ووژل شول او ۶ نور یې ټپیان شول.
دغه جګړې تېره شپه په ډنډ، میوند، ژېړۍ، پنجوایي او شاه ولي کوټ ولسوالیو کې هغه وخت ونښتې چې طالبانو د پوځیانو پر پوستو او کاروانونو بریدونه وکړل.
د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په جګړو کې د ۴ سیمه ییزو قوماندانانو په ګډون ۳۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په وژل شویو کې ۶پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
پوځیانو د قندهار په ګڼ مېشتو لارو کې د۱۷ ماینونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
تراوسه د دغو ماین ښخونو په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته