ټولنه

درې سوه کورنۍ په بغلان کې له بریښنا څخه برخه منې شوې

کابل /دسلواغې ۴مه/باختر
د بغلان د ډنډ غوري د مهاجرینو په کلي کې د برېښنا د یوې نوې شبکې د کار په بشپړېدو سره ۳۰۰ کورنیو له بریښنا څخه ګټه واخیسته.
د بغلان د والي ویاند انجنیر صبغت الله عمري د باخترآژانس خبریال ته وویل: دغه پروژه د بغلان د برېښنا شرکت له بودجې څخه د ۶ نیم میلیونوافغانیو په لګښت د غوري برېښنا د شرکت په همکارۍ تطبیق شوې ده.
عمري زیاته کړه د دغې پروژې په عملي کېدو سره د دغه کلي ۳۰۰ کورنیو ته برېښنا برابره شوې ده.
د غوري برېښنا شرکت رییس مولوي سردار ولي حمزه له خلکو وغوښتل چې د غوري برېښنا شرکت د برېښنا تاسیساتو په ساتنه کې همکاري وکړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته