کابل / د سلواغې ٣٠ مه / باختر
د وسله والو طالبانو درې غړي په لوګر او د داعش ډلې دوه غړي په ننګرهار کې ونيول شول.
ويل کېږي د پوليسو د ځانګړو قطعو ځواکونو د لوګر د محمداغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د هدفي عملياتو په ترسره کولو سره درې وسله وال طالبان ونيول.
دغه راز د ننګرهار د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دغو ځواکونو په عملياتو کې د داعش ډلې دوه تنه غړي ونيول شول.
ختم_ ج _اکرم