امنیت

درې طالبان په بغلان کې ووژل شول

– پلخمري / د کب / ۱۰/ باختز
د طالبانو د ډلې د پوځي کمېسیون د مرستیال په ګډون ٣ وسله وال طالبان تېره شپه په بغلان کې ووژل شول .
د ۲۱۷ پامیر قول اردو باختر اژانس ته خبر ورکړ، دغه طالبان هغه وخت چې د بغلان د نهرین په ولسوالۍ کې د پوځیانو پر پوستو برید کاوه ووژل شول.
په خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې په دغې نښته کې ٤ نور طالبان ټپیان شول .
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته