امنیت

درې طالبان په بغلان کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ۲۷ مه / باختر
درې وسله وال طالبان تېره شپه په بغلان کې ووژل شول.
د ۲۰۷ پامیر قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه طالبان په چشمه شیر- پلخمري لویه لاره کې د امینتي ځواکونو پر پوستو د بریدونو په وخت کې ووژل شول او دوه نور یې ټپیان شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د پوځیانو تخنیکي ټیم، دوه بوشکه يي ریموټ کنټرول ماینونه چې وسله والو طالبانو د چشمه شیر نمبر-۱ لاره کې ځای پرځای کړي وو، کشف او شنډ کړل.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته