Uncategorized

درې طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل/ د سلواغې ۱۸ مه/ باختر
په زابل کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو په نښته کې درې طالبان ووژل شول.
د زابل امنیه قومندان حکمت الله کوچي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د خاران پر پوسته برید کړی دی.
سرچینه زیاتوي چې په نښته کې درې طالبان وژل شوي، خو افغان ځواکونو ته د سر زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته