امنیت

درې طالبان په لوګر کې ووژل شول

کابل / د کب ۱۳ مه / باختر
درې وسله وال طالبان تېره شپه په لوګر کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ سرپرست ګل حیدر احمدي باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د لوګر په مرکز پورې اړوند سرسنګ کلي کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د یرغل په وخت کې ووژل شول.
د یو بل خبرله مخې:
افغان ځواکونو د لوګر د پل علم ښار په مربوطاتو کې په ځانګړو عملیاتو کې ۵ وسله وال طالبان ونیول.
له نیول شویو کسانو څخه یو موټرسایکل ترلاسه شوی دی.
پای/ داوودزی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته