امنیت

درې طالبان په پکتیکا کې ووژل شول

کابل/ د کب ۲مه/ باختر
د پکتیکا د ګوملې ولسوالۍ په بوبي سیمه کې ٣ وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل نیول شوی دی.
له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره شپه افغان ځواکونو د پکتیکا د ګوملې ولسوالۍ په بوبي سیمه کې علمیات ترسره کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په علمیاتو کې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل یې ژوندی نیول شوی دی.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې؛ نن سهار طالبانو د زابل د مرکز قلات په باکورزو سیمه کې د افغان ځواکونو پر سنګر برید کړی دی.
د زابل امنیه قومندان حکمت الله کوچی وايي چې په نښته کې یو سرتېری شهید شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته