خبرونهامنیت

درې ملکيان په پکتياکې ووژل شول

٥٠- کابل/د ليندى ٣٠مه/باختر
درې ملکيان نن په پکتيا کې د ناپېژاندو وسله والوکسانوپه ډزوکې ووژل شول.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند حيات الله احمدزي باختراژانس ته وويل چې دغه کسان هغه وخت چې د ګرديز ښار د مهاله له ساحې څخه تېرېدل د ناپېژاندو وسله والو کسانو له خوا پرې ډزې وشوې چې په دې پېښه کې يوه ښځه او دوه نارينه ووژل شول.
هغه وويل تراوسه د دغې وژنې علت معلوم نه دى.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته