خبرونهامنیت

درې ویشت طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

جلال اباد / د سلواغۍ / ۴/باختر
د ننګرهار ولایت ځینې برخې په تېرو ٢٤ ساعتو کې د پوځیانو او د طالبانو په ډلې پورې اړوند افرادو د نښتو ډګر و .
په دغو نښتو کې ٢٣ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ږ نور ټپیان شول.
دغه نښتې د سره رود ، شیرزاد او خوږیاڼیو په ولسوالیو کې د پوځیانو پر پوستو د طالبانو له بریدونو وروسته ونښتې .
د رارسېدلو خبرونو له مخې، د طالبانو له برید وروسته هوایی ځواکونو د خمکنیو ځواکونو ملاتړ وکړ او په یرغلګرو یی بریدونه وکړل.
د ننګرهار یوه جګپوړي مقام د باختر اژانس خبریال ته وویل چې په دغو نښتو کې ٢٣ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور ټپیان شول .
طالبانو تراوسه څه نه دي ویلي .
د یو بل خبر له مخې، پوځیانو په ننګرهار کې د ١٤ ماینونو په کشف او شنډولو سره د یو لړ چاودنو مخه ونیوله.
د دغو ماین ښخولو په تور څوک نه دي نیول شوي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته