امنیت

درې پوليسان په جوزجان کې شهيدان شول

کابل / د وري ٢٨مه/باختر
درې پوليسان تېره شپه په جوزجان کې له طالبانوسره په جګړه کې شهيدان شول.
د جوزجان د ولايتي شورا مرستيال امر الدين دانشجوباختراژانس ته وويل دغه جګړه د مرديانو ولسوالۍ په مرکز کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والوطالبانو د افغان ځواکونو پر يوې پوستې يرغل وکړ چې په پايله کې درې پوليسان شهيدان اودرې نور ټپيان شول.
خبرځاى وايي اوس د جوزجان د مرديانو او منګيجک په ولسواليو کې حالات د انديښنې وړ ده .
هغه له مرکزي حکومت څخه غواړي چې د دغو ولسواليو د امنيت د تامينولو لپاره زيات ځواکونه واستوي.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته