١٨- کابل د سلواغۍ ۲۰ / باختر
درې پولیسان تېره شپه په بادغیس کې له طالبانوسره په جګړه کې شهیدان شول.
د بادغیس د ولایتي شورا غړی بهاالدین باخترآژانس ته وویل چې یوه ډله وسله وال طالبان د بادغیس د آبکمري ولسوالۍ په تګاب رباط سیمه کې د پولیسو پرپوستې برید وکړچې په پایله کې ۳ پولیسان شهیدان او ۴ نورټپیان شول.
خبرځای زیاته کړه چې په دې جګړه کې طالبانوته هم د سرزیانونه آوښتي دي خو دقیق شمېریې تراوسه معلوم نه دی.
پای-ع
3 د یوې دقیقې څخه لږ