خبرونهامنیت

درې پوځیان په غزني کې شهیدان شول

۱۳- کابل / د مرغومي ۱۵مه / باختر
ناپېژاندو وسله والو کسانو په غزني ښار کې دوه سرتېري او یو ساتنمن ترور کړل.
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدخان سیرت باختر آژانس ته وویل چې ناپېژاندو وسله والو کسانو دوه سرتېري او یو ساتنمن تېرماښام د غزني ښار د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې شهیدان کړل.
هغه زیاته کړه چې وسله وال کسان له ساحې څخه وتښتیدل، خو د هغوی د نیولو په موخه د پولیسو څېړنې دوام لري.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته