خبرونهامنیت

درې ډار اچوونکي په ننګرهار کې ونیول شول 

جلال اباد/ مرغومي / ۴ / باختر

د طالبانو د ډلې یو ماین جوړونکی او دوه داعشیان تېره شپه د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې ونیول شول .

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه ډار اچوونکي د روداتو په ولسوالۍ کې  د پوځیانو په عملیاتو کې هغه وخت ونیول شول چې د ترورستي فعالیتونو د پروګرام په طرحه کولو بوخت وو.

د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار د شیرزاد په ولسوالۍ کې د طالبانو په پټنځي د پوځیانو د هوایی برید له امله ٩ وسله وال طالبان ووژل شول او ٢ نور ټپیان شول .

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي وویل چې په دغه برید کې د طالبانو یو پټنځي له جنګي وسایلو سره يې له منځه يوړل شو .

پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته