ټولنه

دسالنګ لويه لاره پرانستل شوه

٦ – کابل باختر دمرغومي اوولسمه

  د سالنګ لويه لاره له څلور ويشتو ساعتونو وروسته بيا دترافيکو پرمخ پرانستل شو .

دغه لويه لاره چې کابل دهيواد د شماله ولايتونوسره نښلوي د جمعي  په شپه د پرله پسې اورښتونو په واورې ښوئيدنې او سخت توپان له امله دترافيکو پرمخ  تړل شوې وه .

  اوس په دې لويه لاره کې توپان کمزوري شوي او دغه  راز اورښت بند شوي دي  .

 دسالنګونو  دساتنې او څارنې رييس جنرال رجب دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  ددوى  خدماتي کارکوونکو وکولاى  شول له واټ څخه دواورې په پاکولو سره دغه  لاره دترافيکو پرمخ  پرانيزي .

   جنرال رجب  وايي اوس له دغې لويې  لاري څخه دکوچنيو وسايطو تګ راتګ پيل شوي دي خو باروړونکو وسايطو ته په واټ کې دکنګل  دشتون له امله تراوسه پوري د تګ راتګ اجازه نه ده ورکړي .

 دسالنګونو دساتنې او څارنې درييس د څرګندونو له مخې اوس اړونده کارکوونکې په واټ کې په رامنځته شوي کنګل  دمالګي په شيندلو بوخت دي چې دترافيکو بهير عادي کړي .

  جنرال رجب دوسايطو  له چلوونکو څخه وغوښتل چې دترافيکو دبهير دعادي ساتلواو دترافيکي پيښو د مخنيوي په خاطر  دسالنګ له لويې لاري څخه دتيريدو په وخت کې خپل وسايط په ژمنيو وسايلو سمبال کړي او دغه راز ددوى دخدماتي کارکوونکو  لارښوونو ته پاملرنه وکړي .

 په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې دسالنګ لويه لاره دواورې ښوويدنې ددوه ويشتو پيښو شاهده  وه چې دمسوولينو د څرګندونو له مخې دسرزيان اومالي تاوان يي نه دي اړولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته