ټولنه

دشهيدو سرتيرو له کورنيو سره مرسته

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٦ :
دنيکمرغه کوچني اختر په درشل کې  دهرات ولايت  امنيه قوماندانۍ دپوليسو دشهيدانوله يوشمير کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وکړه.
په دغو مرستو کې  وريجې او غوړي شته  چې دپوليسو له امکاناتو او دهرات  ولايت دسوداګرۍ  دخونو  په همکارۍ برابرې شوي دي.
دغه  خوراکي توکي دهرات ولايت  دامنيې قوماندانۍ دهيئت له  خوا دپوليسو دشهيدانو له  کورنيو سره  چې خپل  خوږ ژوند يې دخپل هېواد او خلکو  ددفاع په لاره کې  له لاسه ورکړى دى ، ويشل شوي دي.
دهرات و لايت امنيې قوماندانۍ  دسوداګرۍ دخونو دملاتړ او همکارۍ له امله  چې له خپلو امنيتي ځواکونو سره يې کړي دي او دغه مرستې يې برابرې کړې دي  مننه او قدرداني وکړه.              

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته