سیاست

دشینډنډ پنځو ولسوالیولپاره نوي ګومارل شوي مسوول دنده پیل کړه

کابل / د لړم ۲۶ مه / باختر
دامیرالمؤمنین دفرمان پر اساس د هرات شينډنډ پنځو ولسوالیو لپاره نومول شوي مسوول سلیمان اغا نن خپله دنده رسما پیل کړه.
د سلیمان آغا د معر فت په غونډه کې دهرات مرستیال مولوي عبدالقیوم ( روحاني) هر اړخیزه ویناوکړه او مجاهدین یې د امیرانو اطاعت، اخلاص، اوهمغږۍ ته راوبلل.
په همدې حال کې سلیمان اغا ( بهیر) لنډه ویناوکړه او له مجاهدینو یې د همکارۍ غوښتنه وکړه. بهیر وویل چې په خپل ټول توان به د ولس خدمت کوي او له دیني عالمانو، مجاهدینو او قومي مخورو سره به وخت پر وخت اړینې مشورې کوي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته