سیاست

د حامدکرزي په مشرۍ د وزيرانو شورا په نوبتي غونډه کې د بېلابېلو مسئلو په باب غور وشو او پريکړې وشوې

کابل باختر دوږي دمياشتې ٣١ :
د وزيرانو شورا وروستۍ نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ د جمهوري رياست د ارګ د ګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه .
دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:
په پيل کې دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس دملي وحدت د حکومت دموافقه ليک دلاسليک په باب چې پرون ديکشنبې د ورځې له غرمې مخکې  دجمهوري رياست په ارګ کې ديو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې ترسره شو؛ خبرې وکړې او زياته يې کړه: د دغه  موافقه ليک په لاسليک سره دافغانستان دانتخاباتو دلارې پرسر پروت ډب مات شو. هغه ستونزې چې د انتخاباتو د بهير د اوږدوالي سبب شوې وې ، لرې شوې اوپه دې ترتيب ګران افغانستان دخپل سياسي ژوندانه سخت پړاو په برياليتوب سره تير کړ.
دغونډې دکار په دوام د افغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس دانتخاباتو دنتيجې اعلام او دافغانستان دمنتخب جمهوررييس په توګه  دډاکتر محمداشرف غني احمدزي او دحکومت د اجرائيه رييس په توګه د ډاکتر عبدالله عبدالله برياليتوب يو مهم او برخليک ټاکوونکى ملي ګام وباله او دوى ته دمبارکى دويلو په ترڅ کې يې، دنتيجو اعلام اوپه دغو پستونوکې دهېواد د دوو ملي شخصيتونو معرفي کيدل دافغانستان خلکو او هېواد ته  يو ښه زيرى وباله او د لوى خداى (ج ) له دربار څخه يې دوى ته دچارو په ترسره کولوکې د زياتو برياليتوبونو او کاميابيو هيله وکړه.
جمهور رييس زياته کړه: افغانستان په تيرو ديارلسوکلونوکې په سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي برخوکې  د بنسټ جوړولو پړاوونه تيرکړل  .
ده هيله وکړه چې راتلوونکى مشرتوب هغه پياوړى او هدف ته ورسوي .
جمهور رييس څرګنده کړه چې په  دې لاره کې موږ ټول د نوى حکومت مرستندوى او همکاران يو چې په ګډې همکارۍ سره يوې ښې او سوکالۍ راتلوونکي ته ورسوو.
جمهور رييس زياته کړه چې له منتخب جمهور رييس او د هغه له اجرائيوي رييس سره په سلامشوره کې د راتلوونکې دوشنبې ورځ چې د ١٣٩٣ هجري لمريزکال د تلې دمياشتې په اوومې نيټې او د٢٠١٤ ميلادي کال دسپټمبر د مياشتې له ٢٩ نيټې سره برابره ده؛ د منتخب جمهور رييس د لوړې د مراسمو د پرځاى کولو د ورځې په توګه  ټاکي او اعلاموي .
وروسته دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس په داسې حال کې چې د جمهوري رياست د مقام د مرستيالانو او د کابينې د غړو له خوا د نظر په څرګندولو سره  په ځواب کې خبرې کولې؛ دخپلې ديارلس کلنې کاري دورې برياليتوبونه او ارزښتونه د خپلو مرستيالانو، دکابينې د غړو او د نورو جګپوړو دولتي چارواکو او په ټوليزه توګه د دولت د دستګاه او په وزارتونو او دولتي اداروکې د چارو د مجريانو  د همکارۍ  زيږنده وبلله .
په همدې ترتيب  د جمهوري رياست لومړي مرستيال محمديونس قانوني د وزيرانو
شورا د غړو په استازيتوب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس د ديارلس کلنو کړنو  او ارزښتونو  په باب  هر اړخيزې خبرې وکړې او ويې ويل:  په هېوادکې د تاريخ يوه مهمه پاڼه پرون وټاکل شوه او هر هغه څه  چې د تيرو ديارلسو کلونو له ارزښتونو څخه لرو؛ په تيره بيا هغه څه چې پرون د ملي وحدت د حکومت د موافقه ليک په توګه لاسليک شو؛ د انتخاباتو ستونزې پاى ته ورسولې، د تاسو جلالتماب د کړاونو، ملاتړ او تدبيرونو او له هغه درد او کړاو څخه رامنځته شوې  نتيجه ده چې دکلونو کلونو په اوږدو کې مو زغملي دي.
ده بېلابېلو تاريخي، اقتصادي، سياسي  او ټولنيزو مباحثو ته د اشارې په ترڅ کې   چې د حامدکرزي د واکمنۍ د دورې برياليتوبونه بللل کيږي؛ وويل:  زما په نظر زموږ ډير مهم برياليتوب دا دى چې  الحمدلله نن  واحد، آزاد او سرلوړى افغانستان لرو چې  د ټولو افغانانو ګډ کور دى  او هر افغان  د دې حق لري چې په هغه کې په آزادۍ سره  ژوند وکړي او د هغه په آبادولوکې ونډه واخلي .
ده د مطبوعاتو آزادي د جمهوررييس کرزي دکاري دورې  د ارزښتونو يوه بله برخه وبلله او د هغه زغم ، حوصله  او مدبرانه حرکت يې په هېوادکې د دموکراسۍ اساسات وبلل .
ورپسې د جمهوري رياست دويم مرستيال محمدکريم خليلي په دې هيله چې تيرې ستونزې د راتلوونکو کلونو په بهيرکې هيڅکله تجربه نه کړو او د جمهور رييس حامدکرزي د يو ديارلس کلن همکارپه توګه يې خبرې وکړې ويې ويل: حامدکرزي
له صفر څخه ښکته کار پيل کړ، له هغو ټولو نعمتونو څخه چې نن ورڅخه  استفاده کوو؛ لکه ملي وحدت، نړيوال اعتبار او  حيثيت او عزت  او په پراخو  او  وګړنيو بنسټونو سره د يو حکومت په باب کومه خبره نه وه.  خو اوس داسې حالت ته رسيدلي يو چې د هېواد د تاريخ په اوږدوکې د لومړي ځل لپاره سياسي قدرت  په سوله ييز ډول له يو منتخب جمهور رييس څخه، بل منتخب جمهور رييس ته ليږدوو.
د جمهوري رياست مرستيال جمهوررييس حامدکرزى د يو ملي او نړيوال مشر په توګه وباله او هېواد او خلکو ته د جمهور رييس زړه سوى، صبر او حوصله يې  وستايله  او هغه يې د يوې داسې وجيزې مصداق وباله چې وايي :  دولتي مقامات د خلکو خدمتګاران دي؛ نه په هغوى  واکمن او حاکم .
وروسته د وزيرانو شورا غړو په وار سره د جمهور رييس حامدکرزي د ديارلس کلنو  ارزښتونو او برياليتوبونو يادونه وکړه او ويې ويل چې افغانستان دحامدکرزي  له واکمنۍ مخکې هرڅه له لاسه ورکړي و او ده په ډيرو سختو شرايطوکې کارپيل کړ
خو اوس د اقتصادي، فرهنګي او ټولنيزې ودې، د دموکراسي د تامينولو، د مطبوعاتو د آزادۍ، د ملي وسله وال پوځ د جوړولو په ګډون چې اوس د امنيت په تامينولو او د خپلو ملي نواميسو د ساتنې په لاره کې ولاړ دي؛  دسترو برياليتوبونو  شاهد يو او له ټولو څخه مهمه دا چې جمهور رييس دهېواد ټولو سياسي جرياناتو او خلکو ته دګډ ژوندانه شرايط برابر کړي دي، د هغوى دکار اوفعاليت زمينه يې تريو چتر لاندې او افغانستان يې دهغه  د واحد کور په توګه بدل کړى دى .
د وزيرانو شورا غړو دجمهوررييس دغه  خدمتونه دقدر اوستاينې وړ وبلل او زياته يې کړه چې جمهوررييس د افغانستان خلکو ته په عمل کې ثابته کړې ده چې دغه جناب د هېواد د جمهور رييس په توګه دهېواد دملي ګټو، وحدت او يو موټي توب دفاع او ملاتړ کړى دى.
وروسته دچارو  دادارې  او دوزيرانو شورا د دارلانشا لوى رييس او دمنتخب جمهور رييس دلوړې دمراسمو  دپرځاى کولو لپاره دتياري  ددولتي عالي کميسيون رييس  صادق مدبر دلوړې د کميسيون  اوپه امنيتي  ، تشريفاتي ، فرهنګي ، تدارکاتي  او ترانسپورتي برخو کې ددغه کميسيون دتياري لپاره  ددوولسو  غونډو دجوړولو په باب غونډې ته ډاډ ورکړ او ويې ويل :   کميسيون د ١٣٩٣ کال دتلې دمياشتې په اوومه نيټه ددوشنبې په ورځ  په  پرتمينه اوشانداره توګه دلوړې دمراسمو دپرځاى کولو په لاره کې بشپړتيارى لري او ټاکل شوې ده  دجمهورو رييسانو ، صدراعظمانو  او دبهرنيو چارو دوزيرانو په ګډون  ګڼ شمير بهرني ميلمانه اوددولت درې ګونو قواوو  دچارواکو  ،  جهادي مشرانو ، دسولې دعالي شورا  ، خپلواکو  کميسيونونو ، سلاکارو وزيرانو او دهېواد دولايتونو  دمخورو  او مشرانو ، ملي سوداګرو او دمدنې ټولنې دمسوولينو په ګډون له بيلابيلو کټه ګوريو څخه  کورنيو ميلمنو ته په غونډه کې دګډون بلنه ورکړاى شي .
دغه راز صادق مدبر  منتخب جمهوررييس ته د دوولس کلنو رپوټونو په اړوند دوزارتونو   دتياري په باب هم غونډې ته ډاډ ورکړ او زياته يې کړه د وزارتونو او دخپلواکو ادارو  رپوټونه  چمتو شوي دي چې زياتره رپوټونه دتحليلي اوتصويري رسالې په توګه  چاپ شوي دي .
له اجندا سره سم دجمهوري رياست دويم مر ستيال او داقتصادي کميټې رييس
محمد کريم خليلي ددغې  کميټې دپريکړو لنډيز غونډې ته طرحه کړ او وروسته دعامې روغتيا وزيرې  ديوه فوق تخصصي  روغتون دجوړولو په لاره کې چې دملي متشبثينو په همکارۍ  جوړيږي په کابل ښارکې  دلس جريبه ځمکې دليږدونې په باب
دافغانستان دمعياري طبابت دټولنې وړانديز غونډې ته طرحه کړ.
دوزيرانو شورا له هر اړخيزو خبر وروسته دعامې روغتيا  او داقتصاد وزيران  او دروغتيا په  چارو کې دجمهوررييس سلاکار موظف کړل  چې دافغانستان دطبابت دټولنې طرحه دې په مسلکي اواقتصادي لحاظ او دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو  په مقصد په هر اړخيزه توګه بيا وڅيړي په هغه صورت کې  چې  ددغه روغتون  جوړول دتائيد وړ وگرځي  په واک کې دروغتون د ودانۍ  دورکولو په باب  چې  دعرًبي متحده اماراتو په مرسته په کابل ښارکې جوړيږي  خپل موافقه شوى وړانديز دې دجمهوري رياست مقام ته وړاندې کړي.
ورپسې داقتصاد وزير  دافغانستان  دڅرمنې دصنعت مرکز ته  له داوطلبۍ پرته په جوى شيرکې  دارزاقو دتصدۍ د ګودامونو دلاسليک شوي قرارداد تمديد غونډې ته طرحه کړ .
دوزيرانو شورا  داستوګنې په سيمو کې دڅرمنې دصنايعو فعاليت مردود وباله  او دهغه دقرارداد تمديد يې  تائيد نه کړ او د ژوندانه دچاپيريال ساتنې  خپلواکه اداره يې موظفه کړه  چې داستوګنې په سيمو کې ددغه فعاليت دژوندانه دچاپيريال اغيزې وڅيړې او دجمهوري رياست مقام ته دې  رپوټ وړاندې کړي.
ورپسې  دعدليې  وزارت مسلکي معين او سرپرست  دبوټو دساتنې او قرنطين  دقانون   طرحه غونډې ته وړاندې کړه او زياته يې کړه چې دغه قانون داړوندو ارګانونو داستازوپه ګډون  دعدليې  وزارت دقانون  جوړولو او دعلمي اوحقوقي تحقيقاتو دچارو په انستيتوت کې   تدقيق شوى دى  او په اوولسو فصلونو اويو ٤١ مادو کې برابر شوى دى   چې دوزيرانو شورا دتائيد وړ وګرځيد.
د غونډې دکار په دوام دعدليې  وزارت مسلکي معين اوسرپرست دښاري خدمتونو دمحصولاتو دقانون   دلومړۍ  ګڼې ضميمې  د تعديل طرحه  غونډې ته و ړاندې کړه او زياته يې کړه   دغه تعديل  دوزيرانو شورا د ١٣٩١  کال دمرغومې دمياشتې د ٢٥نيټې دغونډې له پريکړې سره سم  کسبګرو ، سوداګرو  او خصوصي متشبثينو ته  دآسانتياو دبرابرولو په مقصد دکابل ښاراو دهېواد دولايتونو داصنافو  دجواز په بيه کې دتعديلونو په ګډون په دوو مادو کې  برابر شوى دى   چې دوزيرانو شورا دتائيد  وړ وګرځيد.
ورپسې دانرژۍ او اوبو وزير دهېواد  دسطحې  او ترځمکې لاندې اوبو دساتنې  او دزيرمو دبيا احيا کولو  اود هغو دبيا تغذيې   او دهغو  دککړونکو سرچينو په اړوند
دوزيرانو شورا د ١٣٩٣ کال  دوږي دمياشتې  دلسمې نيټې دغونډې له پريکړې سره سم  غونډې ته لنډ معلومات وړاندې کړل او په دوام يې  ددغه وزارت داوبو دتنظيم  او دهاريدوجيولوجۍ ر ييسانو په دې باب  په تفصيل سره خبرې وکړې او ويې ويل :
په وروستيو پنځو کلونو کې  دجايکا موسسې په همکارۍ د زرو مترو په ژورتيا دکابل ښار دسطحي او ترځمکې لاندې اوبو تحقيقات او مطالعات ترسره شوي دي  چې په کال کې دسطحي اوبو دزيرمو ټول نوى کيدونکى ظرفيت  اووه پنځوس مليارده متر مکعب دى  چې له دې جملې څخه يوويشت مليارده متره مکعب يې  له سطحي اوبو څخه  استفاده شوې ده چې  دزيرمو  ، دکانالونو او دويالو دمنظمو سيستمونو  دنشتوالي په نسبت  دواورې اوباران  د اورښتونو له امله  رامنځته شوي شپږديرش مليارده متر مکعب سطحي اوبه  ضايع کيږي .
لکه څنګه  چې   دتر ځمکې لاندې اوبو  دزيرمو  اوسنى اټکل  اتلسو ملياردو متره مکعب ته  رسيږي  چې په کال کې  له دريو ملياردو  متره مکعب څخه يې استفاده کيږي .
په همدې ترتيب ده  دسطحي  او دتر ځمکې لاندې اوبو دزيرمو دساتنې اودهغو دککړيدو دمخنيوي  او ددغې برخې دستونزو په اړوند غونډې ته مشخص وړانديزونه طرحه کړل .
د وزيرانو شورا  له هر اړخيزو  خبرو  وروسته پريکړه وکړه  چې  د هېواد له کورنيو منابعو څخه په استفادې سره دې دملي اقداماتوله لارې داوبو اوبريښنا دبندونو   جوړول  تمويل شي .
له دې امله  دوزيرانو شورا  دپخوانيو پريکړو له  مخې دماليې وزارت  په تينګار سره  موظف کړاى شو چې په همدې مقصد دې   کال په کال د انرژۍ او  اوبو وزرات په بودجه کې لازمې پيسې بيلې کړي  او دانرژۍ او اوبو وزارت  ته يې دنده وسپارله چې ددغې برخې دستونزو دحل کولو په لاره کې دې  خپلې عملي  طرحې او اقدامات  دجمهوري رياست مقام ته  پيشنهاد کړي .
دغونډې په پاى کې دماليې وزير دبيې په بدل کې  دکابل دپلچرخې دصنعتي پارکونو  په ساحه کې  دالکوزي انترنشنل  شرکت  دغير الکولي نوشابو توليدي  فابريکې ته څيرمه   دکابل ښاروالۍ  دملکيت  ديو نيم جريبه ځمکې  ليږدونه    غونډې ته طرحه کــــړه.
دوزيرانو شورا   دبيې په بدل کې  دالکوزي شرکت  دغير الکولي نوشابو  توليدي فابريکې ته  څيرمه  دکابل ښاروالۍ دملکيت ديو نيم جريب ځمکې ليږدونه
تصويب کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته