سیاست

دغزني نوي والي په کار پيل وکړ.

کابل باختر دزمري نهمه :
د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال ښاغلي انجینیر محمدخان له خوا د غزني ولایت نوي والي انجینیر عبدالکریم متین ددغه ولایت اړوندو ادارو کارکوونکیوته وروپيژندل شو..
غزني ښار ته د ا جرائیه ریاست د لومړي مرستیال لپاره د غزني ولایت د ولسونو، مدني ټولنو، د غزني ولایت د اړوندو ادارو د منسوبینو لخوا د هغه تود هرکلی وشو
انجينیرعبدالکریم متین د غزني د نوي والي په توګه خلکو ته ور وپېژندل شو
د ولسمشر د ځانګړي فرمان په اساس د غزني ولایت ته نوی نومول شوی والي د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې د اجرائیه رایاست دلومړي مرستیال انجنیرمحمد خان له لوري د یاد ولایت خلکو ته وروپېژندل شو، په یادو مراسمو کې د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال د سیمه ايزو ارګانونو سرپرست سربېره یو شمير نورو دولتي او غیر دولتي چارواکو ګډون کړی و.
د اجرائيه ریاست لومړي مرستيال په دغو مراسمو کې د غزني د نوي والي په وړتياوو خبرې وکړي او د ده تېرو تجربو ته په کتو یې دى د غزني ولایت لپاره یو وړ شخص وبلله.
د لومړي مرستيال په وینا ښاغلی متین یو مدیر شخصیت ښه مدیر دی چې د غزني ولایت ستراتیژییک موقیعت ته په کتو سره به نوموړی د یاد ولایت په امنیتي، اقتصادي او سیاسي وضعیت کې د پام وړ بدلون راولي.
لومړي مرستيال له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې له نوي والي سره یو ځای د خپل ولایت د ستونزو په هوارولو کې اوږه پر اوږه مبارزه وکړي او دښمنانو ته د دې فرصت ورنه کړي چې د خلکو او دولت په مینځ کې له درز څخه په ګټنه خپلې موخې تعقیب کړي.
لومړي مرستيال هيله وښوده چې نوی والي به د غزني د خلکو او ملت لپاره یو خدمتګار والي وي او د الله تعالی له دربار څخه یې نوموړي ته د بریالیتوب او ښو لاسته راوړنو هيله وکړه.
په پای کې د غزنی نوي والی عبدالکریم متین له خلکو د هر اړخیزې همکارۍ هيله وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې په ټول توان سره به د غزني شریف ولس او خلکو ته د زړه له تله خدمت وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته