ښوونه او روزنه

دغزني ولايت دښوونځيو ښوونکوته روزنيز ورکشاپ جوړ شو

دغزني ولايت دمرکز ښوونکو ته پرون ددرسي ميتودونو تر عنوان لاندې روزنيز ورکشاپ جوړ شو .

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دپوهنې وزارت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې په دې ورکشاپ کې د لوست ورکولو د نويو لارو چارو په باب خبري وشوې .

دغه ورکشاپ چې دولس ورځې دوام مومي دغزني ولايت دپوهنې رياست له خوا او دپاملرني موسسي په همکاري جوړ شوى او دغزني ولايت دمرکز د ښوونځيو ښوونکو پکي برخه اخستي ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته