امنیت

دغزني په لومړي لمبر لويه لاره کې دڅو پوستو جوړول

کابل  باختر د سلواغې د مياشتې ١١ :
دغزني ولايت سيمه ييزو مسوولينو دکابل _ غزني  په لويه لاره کې  دامنيتي پوستو د جوړولو غوښتنه وکړه.
دغزني ولايت  يوه امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته خبر ورکړ : د غزني والي عبدالمتين کريم  ، امنيه قوماندان پاسوال امين الله ا مرخيل ، دملي امنيت رئيس  اودغزني ولايت دامنيتي مرکزونو مسوولينو نن  دکابل _ غزني لويه لاره  وکتله  او ددغې لويې لارې دښه امنيت دتامينولو په مقصد يې  په سيمه کې 
دنويو پوستو دجوړولو غوښتنه وکړه.
دغزني والي دغزني دلومړي لمبر لارې   له مسوولينو سره دکتنې په ترڅ کې له هغوى سره  ژمنه وکړه  چې په  زيانمنونکو او هغو سيمو کې چې  مسافرين ګواښل کيږي  دښه ا منيت دتامينولو په خاطر به څو امنيتي پوستې جوړې شي.
امنيتي مسوولينو هم په دې کتنه کې  سيمه ييزو مسوولينو ته ډاډ ورکړ چې دوينې تر وروستي څاڅکې پورې  دلويې لارې ساتنه کوي او چاته به اجازه ورنکړي  چې دمسافرو په ځورونې او دعامه شتمنيو په لټولو لاس پورې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته