ټولنه

دليوني سپيو دزياتوالي له امله دهرات دولايتي شورا خبردارى

 کابل باختردمرغومي د مياشتې  ١٨:
دهرات ښار ديوشميراوسيدونکو له شکايتونو وروسته ولايتي شورا دليوني
سپي دواکسين دپيرودلو په لاره کې  دروغتيايي مسوولينو دجديت غوښتنه وکړه.
روغتيايي مسوولين وايي ډير ژر به دليوني سپي  واکسين وپيرودل شي  اوپه  اړو کسانو تطبيق او ويشل کيږي.
دهرات دولايتي شورا رئيس  کامران عليزايي  خلکو ته  دروغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو له امله  مننه  او قدرداني وکړه او ويې ويل ؛  دنننۍ غونډې هدف   دهغو مسئلو او ستونزو په باب خبرې اترې دي  چې  زموږ دخلکو او دعامې روغتيا درياست په وړاندې  پراته دي.
دولايتي شورا رئيس ديوشمير ناروغ لرونکو دشکايت په باب چې دهرات په روغتون کې دليوني سپي  دواکسين په نشتوالي يې درلود خبرې وکړې.
دهرات ولايت  دعامې روغتيا درياست سرپرست محمداصف کبير ي هم  دعامې روغتيا له رياست سره دولايتي شورا دهميشنيو همکاريوله امله   مننه وکړه .
ده له کابل څخه دليوني سپي دوا کسين  دپيرودنې او ليږلو دبهير په باب خبرې وکړې او ويې ويل ؛ اوس  دغه واکسين دهرات ولايت دعامې روغتيا درياست له لارې  پيرودل کيږي چې تيره اوونۍ  دمالي کال دپاى ته رسيدو په دليل ددغه واکسين تدارکاتي بهير څو ورځې وځنډيد او دغه واکسين خلاص شوى و او  اوس دبودجې په رارسيدو او دنغدې پيسو په ورکولو سره  بيا دغه واکسين پيرودل کيږي  او ددغو کسانو دغه ستونزه په بشپړه توګه  لرې کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته