سیاست

دملي دفاع وزير او دملي اردو لوى درستيز له دندوګوښه شول .

کابل باختر د ثور څلورمه :
دملي دفاع وزير او دملي اردو لوى درستيز نن په يوه ګډه خبري غونډه کې اعلام وکړ چې له خپلو دندو څخه يې استعفا کړې ده .
  دباختراژنس دخبرله مخې ، دملي دفاع وزير  جنرال عبدالله حبيبي او دملي اردو  لوى درستيز جنرال قدم شاه شهيم  نن  په يوه خبري غونډه کې وويل چې دوى له جمهور رييس  غني سره له کتنې وروسته  خپله استعفا يې هغه ته سپارلې ده .
عبدالله حبيبي څرګنده کړه چې  په دې وروستيو وختو کې  له يولړستونزو سره  مخامخ وو ، اوددغو ستونزو دحل لپاره  داستعفا پرته بله چاره يې نه درلود .
  ده وويل  دملي ګټو له په پام کې نيولو اوپه دفاعي بنسټونو کې  دموجودو ستونزو دکمښت په مقصد ديو اخلاقي سنت بنسټ يې  کيښود او ددفاع دوزير په توګه  له خپلې دندې څخه ګوښه کيږي .
حبيبي دحکومت له مشرتابه او دملي اردو  له منسوبينو څخه چې يوه موده يې دى دملي دفاع دوزير په توګه وزغمه مننه وکړه او ويې ويل  چې خپل ځاى  هغو ځوانانو ته پرږدي  چې دچارو په ترسره کولو کې  زيات توان او انرژى لري .
جنرال قدم شاه شهيم وويل چې ځان له روان حالت څخه دخلکو له انديښنو سره  شريک بولي او له دندې څخه استعفا ورکوي . چې دموجودې تشې سبب ونه ګڼل شي .
دملي دفاع وزارت ددغو دوو جګپوړو مقاماتو استعفا دبلخ ولايت په  ٢٠٩ شاهين قول اردو  د خونړي تروريستي بريد په تعقيب  ترسره کيږي.
په دغو دوو تنو  مقاماتو دخلکو ، مدني فعالينو او په پارلمان کې دخلکو داستازو له خوا دمديريت  دکمزورتيا تور لګول شوى و . 
جمهور رييس غني ددغو دوو تنو لوړرتبه پوځي مقاماتو استعفا منلې او دهغوي پرځاى يې  نور افسران دسرپرست په توګه معرفي کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته