سیاست

دملي شورا دپنځم کال شپاړلسمه کاري دوره پيليږي .

کابل باختر د کب پنځلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني  په وينا سره دملي شورا دپنځم  کال شپاړلسمه کاري دوره سبا پيليږي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې دملي شورا دکلني پنځمې غونډې دپرانستلو په لاره کې دتياريو او تدبيرونو  دنيولو په مقصد  ددولتي عالي کميسيون  وروستۍ  غونډه پرون  دخداي نظر  نصرت په مشرۍ  دملي شورا  دولسي جرګې  په مقر کې  جوړه شوه او دامنيتي ، رسنيو ، تشريفاتي ، تدارکاتي ، او پارلماني  کميټو  مسوولينو دملي شورا دپنځم  کال دشپاړلسمې کاري دورې دپرانستلو په اړوند دخپلو تياريو رپوټونه  وړاندې کړل .
  ټاکل شوې ده  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دملي شورا ددغې کاري دورې  دپرانستلو په غونډه کې په هيواد کې دمهمو موجودو موضوعګانو په باب وينا وکړي .
دملي شورا  غړي له ژمنيو رخصتيو څخه په استفادې سره  دپنځه څلوويشتو ورځو لپاره  دخلکو دستونزو داوريدو  لپاره ولايتونو ته تللي و او ټاکل شوې ده په دې کاري دوره کې دخپلو موکلينو دستونزو لرې کول يې په خپلو کاري  لومړيتوبونو کې ونيسي . 
دملي شورا دپنځم کال شپاړلسمه دوره په داسې حال کې پيليږي چې دولسي جرګې داوولسمې دورې لپاره انتخابات هم په راتلوونکي  کال کې ترسره شي .
دملي شورا ولسي جرګه  په دې کاري دوره کې به لومړي داداري هيئت او دکميسيونونو درييسانو مرستيالانو او منشيانو دټاکنې په خاطر راى ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته