امنیت

دنشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي ونيول شول.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٣
دوه تنه په تخار ولايت کې دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شول.
دتخار ولايت وياند سنت الله تيمور دباختر آژانس خبريال ته وويل:
دنشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي چې څلور کيلوګرامه هيروين يې په ماهرانه ډول په يو کاماز موټر کې ځاى پرځاى کړي وو او غوښتل يې هغه کابل ته وليږدوى چې دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزې د موظفينو له خوا دتالقانو ښار په مربوطاتو کې ونيول شول.
دتخار ولايت امنيتي مقامات وايي د روان کال په بهير کې ددغه ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې دنشه يي توکو په لسګونو تنه قاچاق وړونکي دسلو کيلوګرامو نشه يي توکو دقاچاقو په تور نيول شوې دي او دوسيې يې عدلي او قضايي بنسټونو ته ليږلې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته