پيښور رويترز باخترد وري دمياشتې ١٣ :
دپيښور ښار د بډه بير په ناحيه کې د بريښنا د ويش په يوې دستګاه دناپيژندل شويو وسله والوکسانو د بريدله امله څه ناڅه اته تنه ووژل شول چې کابو پنځه تنه يې د پوليسو افراد وو.
باخترآژانس د رويټرز دخبري آژانس له خولې خبرراکړ چې دغه بريد نن سهار وشو اوپه لسګونو تنو تندلارو په دغې دستګاه د توغنديو او هاوانونو په توغولو سره د بريښنا د توليد نږدې ټوله دستګاه ويجاړه کړه او د پيښور نږدې نيمايي ښاريې د بريښنا له نشتوالى سره مخامخ کړى دى .
داپه داسې حال کې ده چې په القاعده پورې اړوندو پاکستاني طالبانو په دې وروستيو وختو کې ګواښ کړي دي چې د روان کال د ثور دمياشتې په ٢١ نيټه د جمهوري رياست د راتلوونکو انتخاباتو په درشل کې په دغه ډله دسياسي غونډو په ګډون خپلو بريدونو ته زور ورکړي دي.
د پيښور ښار د بريښنا دتوليد دشرکت ويندوى ويلي دي چې په دې بريدکې نږدې ټوله دستګاه ويجاړه شوې ده او ښايي خلک په راتلوونکو څو ورځوکې د بريښنا له نشتوالى سره مخامخ وي.
تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى. د همدې اوونۍ د يکشنبې په ورځ دطالبانو پوځي مليشو په خيبر پښتونخوا ايالت کې د ثور دمياشتې په پارلماني انتخاباتو پورې په يوې اړوندې غونډې بريدوکړ چې له امله يې دولس تنه ووژل شول او اته ويشت تنه نورټپيان شول.
0 1 دقیقه لوستل