ټولنه

دهرات ديني عالمانو له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړاعلام کړل

کابل /د ليندې ٨مه/باختر
په هرات کې يوشمېر ديني عالمانو نن په يوه غونډه کې د افغانستان له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړاعلام کړل.
د باختراژانس د سيمه ييزخبريال د خبرله مخې، هغوى د پرديو يرغلګروپه وړاندې د اسلامي امارت د برياليتوب مبارکي وويله اود افغانستان د اسلامي امارت د مسوولينوله خوا د اسلامي نظام په چوکاټ کې د اسلامي شريعت پرتطبئق ټينګاروکړ.
يو ديني عالم مولوي احمد شاه حنيف د ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) د سنت پر پيروى په ټينګارسره خلک يې صبر او زغم ته راوبلل.
هغه دغه راز ټينګاروکړ، هغه کسان چې له يوې خوا د خداى په لاره کې جهاد کوي اوله بله پلوه د دين عالمان دي زيات فضيلت به ترلاسه کړي.
دهرات د استخباراتورياست مرستيال مولوي رحمت الله جبير د افغانستان له اسلامي امارت څخه د ديني عالمانود ملاتړ په هرکلي سره د خلکو پر پيوستون ټينګار وکړ اوزياته يې کړه، ديني عالمان د يووالي او پيوستون په رامنځته کولوکې اساسي رول ترسره کوي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته