Uncategorized

دهرات د اطلاعاتواوفرهنګ د رياست سرپرست د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون وکوت

کابل /د ليندې ١٢مه /باختر
د هرات ولايت د اطلاعاتواوفرهنګ د رياست سرپرست مولانا نعيم الحق حقاني پرون د دغه ولايت د ښځو د لاسي صنايعونندارتون وکوت.
دغه نندارتون د ودان افغانستان د موسسې له خواجوړ شوې و.
د ودان افغانستان د موسسې يومسوول د دغه نندارتون د جوړولوهدف د لاسي صنايعو وده اوپه خپلو پښو د ښځودريدل وباله.
د ودان افغانستان د موسسې مسوول وويل : په دې درې ورځنى نندارتون کې ٥٠ښځو د خامک ګنډلو،ګرافيک،غالى اوبدلواو نوروبرخو په ګډون خپل لاسي صنايع نندارې ته وړاندې کړي دي.
په همدې حال کې د لاسي صنايعو توليدونکو د افغانستان د اسلامي امارت اود اړوندوبنسټونوله مسوولينود بازارموندنې اود هغوى د لاسي صنايعو د پلورنې په برخه کې د همکارى غوښتنه وکړه.
د هرات ولايت د اطلاعاتواوفرهنګ د رياست سرپرست مولانعيم الحق حقاني د ښځود لاسي صنايعو د ملاتړ ترڅنګ وويل چې د ښځو د لاسي صنايعود بازارموندنې اواقتصادي ودې په خاطريولړ پروګرامونه ترلاس لاندې دي، چې ډيرژر عملي کيږي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته