فرهنګ

دهرات د اطلاعاتواوفرهنګ رياست سرپرست د افغانستان د ازادو ژورناليستانو د ټولنې له استازي سره وکتل

کابل /د ليندې ١٦مه /باختر
دهېواد د ازادو ژورناليستانو د ټولنې استازي اسمعيل ازاد په هرات ولايت کې د افغانستان د اسلامي امارت له منابعواومقاماتو سره دښې همغږى په ګډون د خبريالانو د يوشمېر ستونزو په اړه نن د دغه ولايت د اطلاعاتواوفرهنګ رياست له سرپرست سره وکتل.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ ازاد په هرات ولايت کې د افغانستان د ازادو ژورناليستانود ټولنې له خوا د خپل يو کلن مسووليت د تمديد خبرورکړ.
د هرات ولايت د اطلاعاتواوفرهنګ رياست سرپرست مولانا نعيم الحق حقاني له خبري پېښود خلکو خبرېدل دهغوى حق وباله اوله خبريالانو وغوښټل چې د پېښو د ترپوښښ لاندې نيولوپه وخت کې خبرنګاري اصول رعايت کړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته