ټولنه

دهرات د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست سرپرست د بنايي شرکت له مسوولينو سره وکتل

کابل / د لړم٥/ باختر:
دهرات د اطلاعاتو اوفر هنګ رياست سرپرست مولانا نعيم الحق حقاني پرون د بنايي ساختماني شرکت له مسوولينو سره وکتل.
د بنايي ساختماني شرکت مسوولينو په دې کتنه کې د دې ادارې تر کار لاندې پروژو په بيانولو سره په هرات کې د زياتو ساختماني پروژو د تطبيقولو په خاطر يې خپلې ستونزې او پيشنهادونه وړاندې کړل.
دهرات د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست سرپرست د بنايي ساختماني شرکت له کارونو څخه په قدردانې سره وويل چې د افغانستان اسلامي امارت په ټول توان سره د پرمختګ او د بيارغاونې ملاتړ کوي اوپه دې نږدې راتلوونکي کې به دهېواد د بيا رغاونې او جوړولو په برخه کې منظم پروګرامونه عملي کړي.
د يادونې وړ ده چې د بنايي ساختماني شرکت يودولتي شرکت دى او زيات کلونه کېږي د ودانيو د جوړوزلو په برخه کې فعاليت کوي.
پاى \ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته