ټولنه

دهرات د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست سرپرست : هغه کسان چې مالي وړتيا لري بايد له اړو کسا نو سره مرسته وکړي

کابل / د لړم٥/ باختر:
دهرات د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست سرپرست بېوزلو کسانو ته د ژمنيو مرستو د راټولولو د مرکز د کتنې په وخت کې وويل: هغه کسان چې اقتصاد يې ښه دى بايد له بېوزلو کسانو سره مرسته وکړي.
د باخترآژانس د خبرله مخې: دغه مرکز يوه مياشت کېږي چې دهرات د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست د يوشمېر رضاکارو ځوانانو په همکارۍ جوړ شوى دى.
د هرات د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست سرپرست مولانا نعيم الحق حقاني د ژمنيو مرستو د راټولولو مرکز د پرانستلو په هرکلي سره وويل چې په اوسنيو شرايطو کې د يو زيات شمېر کورنيو اقتصادي حالت ښه نه دى او ايجابوي چې خير غوښتوونکي کسان دې د اړو کسانو لاس نيوى وکړي.
مولانا حقاني د ځوانانو دا اقدام وستايه او ويې ويل چې د ژمي په رارسېدو سره بډاى کسان دې بايد له اړو کسانو سره مرسته وکړي.
د يادونې وړ ده اړو کسانو ته د ژمنيو مرستو د راټولولو مرکز چې په هرات ښارکې جوړ شوى دى مسوولين يې په پام کې لري چې راټولې شوې مرستې په بېوزلو کورنيو وويشي.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته