کابل /د مرغومي ۲۴مه /باختر
دهرات د پاسپورت ادارې په وروستیودوومیاشتوکې څه د پاسه ۶۳ميلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
دغه عواید په خلکو د فورمو او پاسپورتونو د ویشلوله پلوه راټول کړای شوي دي.
له بله پلوه دهرات د پاسپورت اداره هره ورځ د پاسپورت د زرګونو غوښتونکو د راټولېدو ډګر دی.
دهرات د پاسپورت امریت یومسوول باختراژانس ته وویل چې دوي هره ورځ د پاسپورت د لسګونوغوښتونکو غوښتن لیکونه څیړي.
هغه وویل چې په وروستیو دوو میاشتوکې یې څه دپاسه ۶۳ميلیونه افغانۍ راټولې او مرکزي بانګ ته یې سپارلي دي.
د هرات د پاسپورت مسوولین وایي چې د اوسېدونکو د زیاتوغوښتونکو لپاره د پاسپورت دڅیړنې په لاره کې د دوي د کاری ظرفیتونو د لوړولو هلې حلې دوام لري.
ج-ا