ورزش

دهرات ولايت د فوتسال سياليو دوام وموند .

کابل باختر دزمري شپږمه :
دهرات فوتسال سياليو تير ماښام  په دوو لوبو سره دوام وموند .
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا باختراژانس ته وويل: په لومړۍ لوبه کې دميوند ټيم د يوې په مقابل کې په پنځو سره د (ال جي) پر ټيم بريالي شو او په بله لوبه کې داستقامت ټيم د دوو په مقابل کې په دريو سره دافغان ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ د رمضان دجام تر عنوان لاندې د څلورشپيتو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوې دي چې په دوام يې ټاکل شوې ده نن ماښام د قيام ټيم له آمو ټيم او د رازي ټيم له پيمان ټيم سره لوبې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته