امنیت

دهيواد دشمال په ولايتونوکې دوسلو د راټولولو پروګرام ښه برياليتوب درلود .

کابل باختر د ليندى پنځه ويشتمه :
دافغانستان دکورنيو چارو وزارت مقامات وايي چې دهيواد دشمال په ولايتونوکې له غير مسوولو کسانو څخه دوسلو دراټولولو  پروګرام ښه برياليتوبونه درلود .
دکورنيو چارو  وزارت دوياند مرستيال نجيب الله دانش دباختراژانس خبريال ته وويل په لسګونو تنه غير مسوول وسله وال کسان دهيواد دشمال په ولايتونوکې د وسلو دراټولولو دپروګرام په بهيرکې له وسلو سره يې ونيول شو .
ده وويل ددغه پروګرام  په بهير کې په لسګونو ميله ډول ډول وسلې ترلاسه شوې دي او له سندونو پرته واسطې درول شوي دي او  دجرمي قضيو په تور يوشمير غير مسوول وسله وال کسان نيول شوي دي .
دغه پروګرام  دهغو امنيتي  ستونزو په پام کې نيولو سره چې خلک  ورسره مخامخ   و درې مياشتې مخکې دکورنيو چارو وزارت له خوا دهيواددشمال په ولايتونوکې پيل شول .
  دامنيتي  چاروځينې څيړونکي وايي چې  حکومت بايد هغه کسان وپيژني چې په نظام کې دننه دمخالفينو ملاتړ کوي .
دوى وايي چې غير مسوول کسان په تيرو څو کلونوکې په ځينو ولايتونو  کې په وژنو ، وسله والو غلاو ، جنسي تيريو او ناامنيو کې لاس لري .
دچارو کارپوهان له دغه ډب څخه دخلاصون لاره ددغو کسانو نيول او محاکمه کول بولي هغه خبره چې  دکورنيو چارو وزارت يې ژمنه کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته