امنیت

دهېواد په بيلابيلو سيمو کې طالبانو ته دسر دروند زيان واوښت

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢ :
دهېواد په بيلابيلو سيمو کې  دامنيتي ځواکونو په چاڼيزو اويرغليزو عملياتو کې وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان واوښت.
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر ديو خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي  امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ګډ چانيز  اويرغليز عمليات ترسره کړل چې له امله يې  د پنځو تنو داعشيانو په ګډون  په لسګونو تنه ډار اچوونکي ووژل شول او څلور شپيته تنه نور يې ټپيان شول.
ددغو عملياتو په بهيرکې چې دتوپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ،کونړ، غزني ، پکتيا ، پکتيکا، روزګان ، قندهار ، زابل ، غور ، بادغيس ، هرات ، فراه ،  فارياب ، بغلان ، کندز او دهلمند  دولايتونو په مربوطاتو کې  ترسره شول  ، د هلمند ولايت د نهر سراج ، ګرمسير او دنادعلي دولسواليو  او ددغه  ولايت  دمرکز په مربوطاتو کې  ١٤ تنه وسله وال طالبان وژل شوي  او ١٢ تنه نور يې ټپيان  شوي دي  او دغزني ولايت دده يک ولسوالۍ په  مربوطاتو کې  شل تنه وسله وال طالبان وژل شوي او  پنځلس تنه نور ټپيان    شوي دي .
دغه راز دپکتيا ولايت دآريوب ځاځي دولسوالۍ په مربوطاتو کې  ١٣ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ٣ تنه نور ټپيان شوي دي او ددښمن دوه  موټرونه ويجاړ شوي دي .
د فراه ولايت  د پشت رود ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  ٢٤ تنه ډار اچوونکي  وژل شوي  دي او  ١١ تنه نور ټپيان شوي دي او دننګرهار ولايت دپچير اوآګام ولسوالۍ  دکونړ ولايت دنورګل او دکاپيسا ولايت دتګاب دولسواليو په مربوطاتو اودبغلان  ولايت  دمرکزي بغلان اودبلخ ولايت دچاربولک  ولسوالۍ په مربوطاتو کې اوولس تنه ډار اچوونکي وژل شوي او   ٢٣ تنه نورټپيان شوي دي
ملي اردو دهېواد ددفاعي  ځواک په توګه په ټول ځواک سره دخلکو دامنيت  دتامينولو لپاره هر راز قربانۍ ته  حاضره ده او ددغو تروريستانو دځپلو په خاطر قوي اراده اوهوډ لري.
ديوبل خبرله مخې :  دهغو عملياتو په بهيرکې چې دهېواد په بيلابيليو سيمو کې  چې دکورنيو او بهرنيو  ډار اچوونکو پرخلاف ترسره شول  دملي اردو اته تنه منسوبين شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته