امنیت

دهېواد په شمال کې پياوړي او منظم اردو جوړېږي

کابل /د تلي ٢٨مه /باختر
دهېواد په شمال کې د مزار قول اردو مسوولين وايي چې اسلامي امارت د هېواد په شمال کې د اسلامي امارت له ځواکونوڅخه يوه پياوړي اردو جوړوي.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د مزار قول اردو قوماندان مولوي عطاالله عمر د حضرت محمد ( ص) د نيکمرغه ميلاد د درناوي په مراسموکې وويل چې د اسلامي امارت د ځواکونو او د پخوانيو سرتېرو له ځوانانو څخه د يوې منظمې اردو په جوړولوسره وويل: هيڅ هېواد ته د يرغل او اشغال اجازه نه ورکوي.
د مزارقول اردو د قوماندان د څرګندونوله مخې؛ دغه ځواکونه له زده کړې وروسته په يونيفورم او سپکو او درندو وسلو سمبالېږي او د هېواد د شمالي ولايتونو او ولسواليو د امنيت د تامينولو لپاره ګومارل کېږي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته