امنیت

دهېواد په يوشمير ولايتونوکې چاڼيز عمليات په برياليتوب سره دوام لري .

کابل باختر دزمري شپاړلسمه :
دهېواد په يو شمير ولايتونوکې دملي اردو  دځواکونو عمليات په برياليتوب سره دوام لري .
  دملي دفاع  وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. په تيرو  ٢٤ ساعتو کې دفاعي او امنيتي ځواکونو  ١٢ پلان شوي يرغليز  او چاڼيز عمليات ، ٨٥ کوماندويي خاصې  دندې دخلکو دسر او مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په موخه  دهېواد په بېلابېلو سيمو کې ترسره کړي دي .
دغه عمليات دننګرهار ، کونړ، غزني ، پکتيا ، روزګان ، فراه ، هرات ، فارياب ، کندز ، نيمروز او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول، دروزګان ولايت  په چنارتو ولسوالۍ کې درې تنه ډار اچوونکي وژل شوي او دوه کلاشينکوفونه  ترلاسه شوي دي، دفراه ولايت په پشت  رود ولسوالۍ کې  دوه تنه ډار اچوونکي وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي  ، دهلمند ولايت په ګرشک او سنګين ولسواليو  کې دوه تنه ډار اچوونکي ټپيان يو تن  نيول شوى او يو موټرسايکل  ترلاسه شوى  ٩ ماينونه او ددښمن دوه سرپتي  سنګرونه له منځه تللي دي او دهرات ولايت په ګلران ولسوالۍ  کې يو ډار اچوونکي  ټپي او يوکلاشينکوف  ترلاسه شوى دى .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

                                                

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته